امنیت

پنځلس تنه ياغي طالبان په لغمان ولايت کې ووژل شول

کابل  باختردلندي دمياشتې  ٧ :
په لغمان ولايت کې  دګډوعملياتوله امله پنځلس تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
دملي پوليسو ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې چې تيره شپه دلغمان ولايت  په مرکز مهترلام ښارپورې اړوند ابوزي  کلي  کې پيل شول اوتراوسه پورې دوام لري دطالبانو دډلې يو قوماندان ډاکترزمري په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږتنه نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې چې دملي اردو، ملي امنيت  اودايتلاف له ځواکونوسره په همکارۍ کې پيل شوي دي ددښمن ددوو توغندي ويشتوونکو اويوې پيکا په ګډون پنځلس ميله ډول ډول وسله هم دپوليسو دځواکونولاسته ورغلې ده.
ديادونې وړ ده چې په دې پيښه کې افغان امنيتي ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته