امنیت

د لوبغاړو د امنيت د تامينولو لپاره له دولت څخه د ورزشکارانو غوښتنه

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه  :
يو شمېر غيږې نيوونکو د غيږې نيونې د لوبغاړو د ښه امنيت د تامينولو        غوښتنه وکړه.
د هرات ښار يوشمېر غيږې نيوونکو چې د هرات د ولايتي شورا له رئيس او غړو سره وکتل  غوښتنه يې وکړه چې د غيږې نيونې د سيمو د امنيت په تامينولو او په ساحه کې د نظم د تامينولو په خاطر د اړوندو مراجعو له لارې مرسته او همکاري وکړي.
د هرات د ولايتي شورا  رئيس کامران عليزايي د ورزشکارانو او غيږې نيوونکو ترمنځ د پيوستون او يووالي په باب خبرې وکړې او د هرات ولايت له امنيه قوماندان څخه يې وغوښتل چې د غيږې نيونې د سيمو د امنيت د تامينولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته