امنیت

په لوګرکې د واورې د اورښت له امله دوه تنه شهيدان شول

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
په لوګر ولايت کې د سختو واورو د اورښت له امله دوه تنه شهيدان شول او د (تېرې غاښى) څه ناڅه پنځه ساعته د ترافيکو پرمخ تړل شوى و.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بره کي برک ولسوالۍ د شامزار په کلي د واورې د اورښت له امله يو نارينه او يوه ښځه شهيدان شوي او د استوګنې څو کورونه ويجاړ شوي دي.
صالح زياته کړه چې د خروار له ولسوالۍ څخه پنځه تنه نور چې د درملنې لپاره پکتيا ولايت ته راغلي وو؛ تر اوسه پورې بې درکه دي او په هغوکې دوه نارينه او درې ښځې شاملې دي.
ويل کيږي د مواصلاتي لارو د پرانستلو او د بې درکه شويوکسانو د موندلو لپاره د اړونده ارکانونو له خوا هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته