اقتصاد

دامريکا سفارت يو سلو يو پنځوس مليونه ډالره دافغانستان په واک کې ورکوي .

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

  دامريکا دمتحده ايالاتو سفارت يو سلو يو پنځوس  مليونه ډالره دافغانستان داسلامي جمهوري دولت ته  ورکوي  چې  په هيواد کې  به دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  او دقانون دنافذولو  په  برخو کې ولګول شي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې ددغي همکاري موافقه ليک نن دافغانستان دبهرنيو چارووزارت دسياسي  معين  جاويد لودين  اوپه کابل کې  دامريکا دسفارت دمرستيال  جيمز کنين ګام ترمنځ لاسليک شو .

  دبهرنيو چارووزارت سياسي معين جاويد لودين ددغه  موافقه ليک د لاسليک کولو په وخت  وويل موږ نن يو هغه موافقه  لاسليک کړ چې پولي ارزښت يې يو سلو يو پنځوس  مليونو ډالرو ته رسيږي  دامريکا له متحده ايالاتو  سره لاسليک کوو چې له موږ سره دعدالت دتطبيق قانون د پياوړتيا او دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې په ګډون  دپروژو  په عملي کولو کې مرسته کوي . 

 ديادونې وړ ده له افغانستان سره دامريکا نننۍ مرسته دافغانستان په وړاندې ددغه هيواد دپخوانيو ژمنو يوه برخه ده .

 امريکا پخوا له افغانستان سره ددرې سوه نهه اتيا مليونو ډالرو  ژمنه کړي ده چې له دغو پيسو څخه به دعدلي مرکزونو د ظرفيت په لوړولو او دنشه يي توکو  پرخلاف مبارزه کې کار واخستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته