سیاست

دبهرنيو چارو وزير له پنځو نويو سفيرانو سره دپيژندګلوي کتنه وکړه .

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :

دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دسويدن ، هنګري ، چک جمهوريت اسپانيې او دفنلند  دهيوادونو له نويو سفيرانو سره پرون دپيژندګلوي  کتنې وکړې .

په هغې کتنه کې چې دبهرنيو چارو دوزير او دسويډن دسفير ترمنځ وشوه دبهرنيو چارو وزير په تيرو څوارلسو کلونو کې له افغانستان سره دسويډن  دګټورو همکاريو  له امله مننه وکړه او په وروستيو  لسيزو کې يې دافغانستان له خلکو سره  دسويډن  کميټې دارزښتناکو مرستو له امله قدرداني وکړه .

وروسته په کابل کې دسويډن  دشاهي هيواد نوي سفير له افغانستان سره دخپل هيواددهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ او دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې  ددايمي غړيتوب لپاره دسويډن  له کانديتاتورى سره دملاتړ لپاره دافغانستان دژمنې له امله مننه وکړه .

دغه راز دبهرنيو چارووزير دافغانستان لپاره په هنګري  جمهوريت کې له نا استوګنې  سفير سره دخپل کار په دفتر کې دپيژندګلوي  کتنه وکړه .

په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان او هنګري ترمنځ ديوه اړخيزو همکاريو دپراختيا لپاره دفرصتونوپه باب خبرې  وکړې اودغه راز دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې  د اويايمې غونډې تر څنګ ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو دکتنې او د دواړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزارتونو ترمنځ دهمکارۍ دموافقه ليک دلاسليک په باب خبرې وکړې .

  په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دبهرنيو چارووزير صلاح الدين رباني په کابل کې دچګ  جمهوريت له نوي سفير سره په کتنه کې  دافغانستان او دچګ  جمهوريت ترمنځ  داړيکو او ددواړو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا لپاره دفرصتونو په باب خبرې وکړې .

  دغه راز دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په کابل کې د اسپانيا دشاهي هيواد له نوي سفير سره دخپل کار په دفتر کې دپيژندګلوي کتنه وکړه .

د بهرنيوچارو وزير په تيرو څوارلسو کلونو کې له افغانستان سره داسپانيا ارزښتناکو پرمختيايي او امنيتي همکاريو په تيره بيا په بادغيس ولايت کې ددغه هيواد دځواکونو دبيا رغونې له ولايتي ټيم سره دګټورو فعاليتونو له امله مننه وکړه .

وروسته په کابل کې داسپانيا دشاهي هيواد نوي سفير له افغانستان سره ددغه هيواد دهمکاريو په تيره بيا په هغو ساحو کې چې اسپانيا زياتې تجربې لري دهمکاريو ددوام ډاد ورکړ.

دغه راز دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دفنلند  دارزښتناکو همکاريو په تيره بيا دښځو، سولې او امنيت په باب  دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا  د ١٣٢٥ ګڼه پريکړه ليک  لپاره  دافغانستان دملي عمل دپلان دبرابرولو  په برخه کې دمرستو له امله مننه وکړه .

وروسته په کابل کې دفنلند جمهوريت سفير له افغانستان سره په تيره بيا دبشر دحقوقو او جندر په برخو کې دهمکاريو ددوام لپاره ددغه هيواد په ژمنې باندې ټينګار وکړ . 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته