نړۍ

پنځه تنه دپاکستان په راولپنډۍ ښارکې ووژل شول

اسلام آباد ډي ډان باخترد لړم  د مياشتې ٢٥  :
په راولپنډۍ ښارکي پرون  دوو ښمنو ډلو ترمنځ   جګړه  کې اته  تنه ووژل شول.
دغه نښته دعاشورا دورځې  دنمانځنې په وخت کې رامځنته شوه چې يوه مارکيټ ته  هم  اور  واچول شو .
دپنجاب دايالتي حکومت ويندوى  يوه  ټلويزيوني چينل ته وويل :  چې ددغه شان پيښو د مخنيوي لپاره  په لاهور ښار کې دشپي  له خوا په تګ راتګ   بنديز  لګول شوى دى .
دغه راز مامورينو تصميم نيولى دى ترڅو په دې ښارکې ټيلفوني خدمتونه تر سبا ورځې پورې  وځنډول شي.
دجعفريه اتحاد  دغه تاوتريخوالي  غندلى دى او ويلي يې دي چې  حکومت بايد ددغي پيښې عاملين  دقانون منګولو ته وسپاري .
په دې  پيښه کې د جامو پلورنې يو مارکيټ ته  هم  دنامعلومو کسانو له خوا  اور
اچول شوى دى  او د دښمنو  ډلو سيالانو له ډبرو او  ډزو څخه کار اخيستى دى.
په دې پيښه کې  لس تنه  ووژل شول او څلويښت تنه نور ټپيان شول او څو دوکانونو ته هم اور اچول شوى دى.
اوس په  لاهور ښارکې امنيتي حالت  دپاکستاني  پوځونو  ترکنترول  لاندي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته