سیاست

دفرانسې ددفاع وزير ډير ژر له افغانستان څخه وتل رد کړل .

کابل باختر دسلواغي  دويمه

 دفرانسې ددفاع وزيروايي هغه سړى چې دجمعې په ورځ  يې ددغه هيواد د اردو څلور تنه منسوبين په کاپيسا ولايت کې  ووژل  ، دطالبانو په ډلې پورې اړه لري .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، دفرانسې  ددفاع وزير  جبراد  لانګوي چې په کاپيسا ولايت کې يې دفرانسوي  عسکرو په اډه کې خبري کولي وويل، يوويشت کلن عبدالصبور چې اوس بندى دى له دوو مياشتو راپديخوا په ملي اردو کې جذب شوى اومخکي له دې چې له اردو سره يوځاى شي يوه موده يې په پاکستان کې تيره کړې ده .  ده زياته کړه عبدالصبور  دطالبانو د ډلې له خواګومار ل شوي و  چې فرانسوي  عسکر ووژني .

 دفرانسې ددفاع وزير په دې اړوندزيات  معلومات ورنه کړل خوويې ويل : فرانسه دافغانستان په وړاندي اوږدمهالي ژمنې لري.  ده له افغانستان څخه ډير ژر دخپل هيواد دعسکرو وتل  رد کړل .

 دمرغومې دمياشتې په ديرشمه نيټه دجمعې په ورځ يو افغان عسکر  دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې دفرانسويانو  په يوه پوځي اډه کې  دپوځي زده کړو په  وخت کې په خپلوښوونکو ډزې وکړې او دفرانسې داردو څلور تنه منسوبين يې ووژل او شپاړس تنه نور يې ټپيان کړل .

 دغې پيښې دفرانسويانو سخت غبرګون  راوپاراوه او دفرانسې جمهور رييس نيکولاي سارکوزي  ددغه هيواد ددفاع وزير دموضوع دڅيړنې په مقصد کابل ته راواستاوه .

 فرانسه اوس  دنړيوالو ځواکونو په چوکات کې  په افغانستان  کې  درې زره اته سوه تنه عسکر لري چې زياتره يې دکابل ولايت په سروبي  ولسوالۍ او دکاپيسا په ولايت کې ډيره دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته