سیاست

د افغانستان اجرائیه رئیس د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په نیویارک کي د ملګرو ملتونودسازمان د کلنۍ غونډي په څنده کي د انګلستان دبهرنيوچارو وزیر فیلیپ هامونډ سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کی د افغانستان او انګلستان ترمنځ د ملکي او نظامي ملګرتیا، د هیواد د امنیتي او سیاسي وضعیت او له تروریزم سره د سیمه ییزو همکاریو پر زیاتوالي بحث وسو.
د هیواد اجرائیه رئیس په دې کتنه کي د تېر کال په ترڅ کي پر امنیتي وضعیت، کورنیو او بهرنیو خطرونو او د تروریزم لخوا تازه پېښو سوو خطرونو سره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مبارزې خبري وکړې.
هغه د افغان ځواکونو فعالیتونه فوق العاده مهم او بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چي ددې ځواک د ښه کار په نتیجه کي ترورستان او د هغوی ملاتړى ، خپلو ناوړو هدفونوته ونه رسېدل.
د ده په خبره، چي حکومت په تېر یوه کال کي د تروریزم له ملاتړ کوونکو او روزونکو سره هم کار وکړ، څو د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي، خو دې هڅو مطلوبې پایلې له ځان سره نه لرلې.
اجرائیه رئیس وویل، افغانستان له خپلو متحدینو هیله لري، چي د تروریزم ملاتړي له ترورستانو او قاتلینو څخه ملاتړ نه کولو ته اړ باسي، چې افراطیت او تروریزم په بېخ کي له منځه لاړ شي.
د انګلستان د بهرنیو چارووزير فیلیپ هامونډ د هیواد له اجرائیه رئیس سره په نننۍ کتنه کي د افغان حکومت د اصلاحاتو له لړۍ او تازه ګامونو ملاتړ وکړ.
ده وویل، چي دغه ډول ګامونه اساسي حل ته لار برابروي او دوی هم د ورته فعالیتونو هيله لري.
ده زیاته کړه، چي دوی د اوږدمهال لپاره له افغانستان سره خپلو هکاریو ته ژمن دي او هیله لري، چي د مشترکو هڅو په نتیجه کي لازمي پایلې تر لاسه کړي.
ښاغلي هامونډ د افغان ځواکونو فعالیتونه هم وستایل او زیاته یې کړه، چي تېر یوه کال کي ددې ځواک ښه کار، پخواني افکار غلط ثابت کړل.
د افغانستان د اجرائيه رئیس او د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ په ننۍ کتنه کي د وریښمو تنګي د بیارغوني، له پاکستان سره د افغانستان پر اړیکو او د افغانستان لپاره پر شتو اقتصادي او ټرانزیتي فرصتونو هم بحث وسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته