ورزش

د افغانستان اسلامی جمهوری ریاست د کرکټ نړیوال جام ته د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د لار موندنې له امله، د کرکټ لوبډلې ته د هر کلي لپاره د کمیسیون د ټاکڼې په هکله حکم

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١٦ :
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبډلې د ډیرو ستونزو په ګاللو، د یو شمیر هېوادونو لوبډلې له ماتي سره مخامخ او په وروستې لوبه کې چې د متحده اماراتو د شارجې په ښار کې تر سره شوه، د کینیا هېواد لوبډلې ته د کلکې ماتې په ورکولو، د کرکټ نړیوال جام پنځوس اوریزو لوبو ته لاره ومونده.
دچارو دادارې اودوزيرانوشورا ددارلانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ :
زموږ ځوانو لوبغاړو، په میړانې، زړورتوب او لوړ افغاني همت، د کینیا هېواد لوبډلې ته چې په دې برخه کې یې 114 کاله تجربه درلوده، سخته ماته ورکړه، د افغانستان ملي بیرغ یې د لوبو په ډګر کې ورپاوه خپل هېواد ته یې ویاړ او هېواد والو ته یې سر لوړي ورپه برخه کړه.
کابل ته د دي څوانانو د رارسیدو پر مهال د تاوده هر کلي لپاره د تیاریو کمیسیون په دې توګه منظوروم.
1.د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي مرستیال سترپاسوال محمد ایوب سالنګي، د رئیس په توګه؛
2.د کرکټ بورد لوی رئیس شهزاده مسعود د غړي په توګه؛
3.د ملي امنیت اوپراتیفی مرستیال برید جنرال محمد مسعود اندرابي، د غړي په توګه؛
4.د سرحدونو چارو وزارت مرستیال عبدالمالک صدیقی د غړي په توګه؛ او
5.د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشا لوی ریاست استازی ښاغلی لوی پاسوال محمد اسلم مسعود د غړي په توګه.
کمیسیون دنده لري چې د کرکټ ملي تیم لوبډلې ته د مناسب ښه راغلاست چاپیریال مساعد، د هرکلي مراسمو امنیت په هوایي ډګر او د کرکټ استدیوم ته د غزیدلې لارې په اوږدوکې په بشپړه توګه تامین او د کرکټ په نړیوال استدیوم کې د هرکلي ویونکو ښاریانو لپاره پوره آسانتیاوې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته