امنیت

اته وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

٤٦- کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
اته وسله وال طالبان په لغمان کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه په دولت شاه ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوشمېر يرغلګرو د افغان ځواکونو پرپوستې بريد وکړ.
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ د وسله والوطالبانو له دغه بريد وروسته د هېواد ځمکنيو او هوايي ځواکونو يرغلګرو بريدونه وکړل.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې جګړه کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ همدا اوس د ډار اچونې پرخلاف د عملياتو ډګر دى .
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې د دغو عملياتوپه بهيرکې افغان ځواکونه بريالي شوي دي چې د دولت شاه ځينې سيمې د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک کړي .
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته