ورزش

دبدمنتون ښوونکي زيات مهارتونه زده کوي .

-کابل باختردلړم شپږمه :
  دبدمنتون د ورزش ښوونکو  ته  روزنيز پروګرام  نن په کابل کې ترسره شو .
  دبدني روزنې او سپورت رياست دبدمنتون فدراسيون رييسې مستورې  ارزو دباختراژانس خبريال ته وويل  په  دغه  روزنيز پروګرام کې چې د بدمنتون داسيايي  فدراسيون  له خوا ترسره کيږي  دکابل او دهيواد له اتو ولايتونو څخه ديرشو تنو ښوونکو ګډون کړى دى او  داسيا فدراسيون  داستازى  مرتضى ولي دروي  له خوا ددوو ورځو لپاره لوست ورکول کيږي .
دارزو دڅرګندونوله مخې  دغه پروګرام  دکابل په پولتخينک  پوهنتون کې پيل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته