ټولنه

له بېوزلو او جګړه ځپلوکورنيو سره مرسته وشوه

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢١  :
د نيکمرغه لوى اختر په درشل کې په ننګرهار ولايت کې له لسګونو اړو او جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه.
په دې دوره کې له دوه سوه بېوزلو او جګړه ځپلوکورنيو سره د کورنيو او نړيوالو مرستندويو مرکزونو له خوا د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه .
د  ننګرهار ولايت له پيښو سره د مبارزې د تياري د ادارې يوه مسوول باختر آژانس ته وويل ؛ په دې دوره کې له دوه سوه بېوزلو او جګړه ځپلوکورنيو سره د خوراکي او لګښتي مالونو مرسته وشوه.
دغه راز په ننګرهار ولايت کې يوشمېر سوداګرو، په سلګونوګرځنده پلورونکو   ماشومانو د اختر لپاره بوټان او جامې وويشلې.
د يوبل خبرله مخې : 
په ننګرهارکې له تروريزم سره په  جګړه کې د شهيدو پوځيانو له کورنيو مرسته  وشوه .
په دې پړاوکې له پنځوسو کورنيو سره د خوراکي او لګښتي مالونو مرسته وشوه .
سيمه ييز مسوولين وايي: دغوکورنيوخپل بچيان چې پوځيان وو؛ له تروريزم سره په  جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
پخوا هم د يوشمېر شهيدو سرتيرو له کورنيو سره چې له طالبانو او داعشيانوسره په جګړوکې شهيدان شوي وو، مرسته شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته