سیاست

دبهر نيو چارو وزارت ويندوى : په کا بل کې د پا کستان سفارت ته ددغه هيواد دراکټي بريدونو ددوام په اړوند لس رسمې ليکو نه سپارلي دي

کابلباختر دزمري اوله

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وا يې چې تر اوسه پورې د هيواد په ختيځو سيموکې دديورند له کرښي اخوا دراکټي بريدو نو د بندولو په خا طر په کابل کې دپا کستان سفارت ته  لس ليکو نه سپارلى دي خو تر او سه پوري مو هيڅ ځوا ب نه دى تر لاسه کړي

دباختر ا ژانس دخبريال دخبر له مخې دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يوه غونډه کې څرګنده کړه چې دملي امنيت شورا په کونړ ولايت درا کټې بريدونو موضوع څيړلې ده چې وروسته يې نتيجې اعلاموي

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى په دې ترڅ کې چې د توغنديو د بريدو نو د بندولو په مقصد په کا بل کې د پا کستان سفارت ته د رسمې ليکو نو د ليږلو خبره وکړه ويې ويل د هيواد په ختيځو سيمو کې د پاکستان له خاوري څخه دغه را کټي بريد په کلکه وغا نده ددغه شان بريدو نو پر بندولو يې ټينګار و کړ

 ده زيا ته کړه درا کټي بريدونو موضوع د افغا نستان ،پاکستان او بريتانيې په درې اړ خيزه غونډه کې د پا کستان له صدراعظم پرويزاشرف سره طرحه شوه او ده ژمنه و کړه چې دغه موضوع څيړې

دغه راز دبهرنيو چارو و زارت ويندوى په دې خبري کنفرانس کې په پاکستان کې د ميشتو افغان مها جرينو د مسا لې سره اړيکى ونيو لى يادونه يې و کړه چى په اسلام ا باد کې دافغا نستان سفير او په پيښور کې د افغا نستان جنرال قونسل به په خيبر_ پښتونخوا ايالت کې دمها جرينو د حالاتو دڅيړلو لپاره له پا کستا ني مقا ما تو سره خبري و کړې

په دې ترڅ کې د بهرنيو چارو وزارت ويندوى له پا کستان څخه د افغان زده کونکو ددرسي کتا بونو د ليږدونې ، دبنديانو دراستنولو په باب د افغانستان او ايران د موافقه ليک اود افغا نستان ، پاکستان او بريتا نيا دحکومتونو دمشرانو ددرې اړخيزي غونډي په باب هم معلو مات  وړاندې کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته