امنیت

ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

 کابل باختر د ثور يوولسمه :
ديارلس  تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په  جګړه کې ووژل شول .
  دغه جګړه نن سهار د ډيورند کرښې ته څېرمه  له هغه وروسته ونښته کله چې يو ډلې يرغلګرو دسرحدي ځواکونو د سپرلۍ  په کاروان يرغل وکړ .
د هېواد په ختيځ کې دپ وليسو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې؛ په دې جګړه کې  د شپږو تنو پاکستاني ډار اچوونکو په ګډون ديارلس تنه ډار اچوونيکي ووژل شول .
ويل کېږي د دغې جګړې  په بهير کې  د طالبانويو شمېر  وسلې او موټرسايکلونه  هم د پوځيانو لاس ته ورغلي دي 
په دې جګړه کې افغان پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته