ورزش

د افغانستان- ویست اندیز، د کرکټ له نړیوال جام څخه مخکې د ملي ټيم دویمه تدارکاتي لوبه

کابل / د تلې / ۲۷ / باختر
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا په یوه دوستانه سیالۍ کې له ویست اندیزسره لوبه کوي.
دا په شل آوریزنړیوال جام کې له ګډون څخه مخکې د ملي ټيم دویمه لوبه ده.
افغانستان خپله لومړۍ تدارکاتي لوبه پرون جنوبي افریقا ته وبایله .
له بلې خوا ویست اندیز خپله لومړمۍ تدارکاتي او دوستانه لوبه پاکستان ته وبایله .
د افغانستان د کرکټ د ملي تيم د فني کادر یوغړی باخترآژانس ته وویل چې دا د نړیوال جام په سیالیوکې د خپل له لومړۍ لوبې مخکې د ملي ټیم تدارکاتي وروستۍ لوبه ده.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لومړۍ لوبه شپږ ورځې وروسته په نړیوال جام کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورد وايي چې ملي ټيم په لوړې روحیې اوبشپړچمتوالي سره په شل آوریزو نړیوالوسیالو کې لوبه کوي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته