ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د هانګ کانګ له ټيم سره لوبه کوي

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣٠
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ٢٠١٦ ميلادي کال نړيوال جام ته د لارې موندلو د سياليو په دوام نن له غرمې وروسته د هانګ کانګ له ملي ټيم سره لوبه کوي.
د کرکټ بورد د خپرونو مسوول عزيز غروال نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دهانګ کانګ د ملي ټيم په وړاندې د هيواد د کرکټ د ملي ټيم د برياليتوب په صورت کې د هيواد د کرکټ ملي ټيم د ٢٠١٦ ميلادي کال نړيوال جام ته چې د ٢٠١٦ ميلادي کال د مارچ په مياشت کې په هندکې ترسره کيږي؛ لاره مومي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: نړيوال جام ته د لارې موندلو په سياليوکې چې په سکاتلند او ايرلندکې ترسره شوې دي؛ د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د هالند، عربي متحده اماراتو او سکاتلند ټيمونو درې برياليتوبونه د کينيا او کاناډا د ټيمونو په وړاندې دوه برابرې لوبې لري او د عمان په وړاندې يې ماتې وخوړه.
دغه لوبه نن د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته