نړۍ

په سعودي عربستان دزرګونوبمونوله پلورنې سره دامريکادحکومت موافقه .

واشنګتن  باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دامريکا دبهيرنيوچارووزارت دمقاماتوله خولې خبرورکړشوى دى چې ددغه هيواد حکومت په سعودي عربستان دزرګونو بمونو دپلورنې له غوښتنې سره چې دهوشمند بمونه هم پکې شامل دي موافقه کړې ده.
دسعودي عربستان هوايي پوځ ددغوبمونو پيريدونکي دى .
ددغې يوميلياردو٢٩ ميلونو ډالرومعامله بايددامريکادکانګرس له خواتصويب شي .
داسې بريښې چې په يمن کې دسعودي عربستان دهوايي عملياتو په دوام سره ، دغه معامله دکانګرس له شين څراغ سره مخامخ شي .
دروان کال دوري دمياشتې په لومړيووختوکې سعودي عربستان ديوه سيمه يئزايتلاف په جوړولوسره په يمن کې دحوثي ياغيانو دسنګرونو پرخلاف هوايي عمليات پيل کړل .
دسعودي عربستان دمقاماتو دڅرګندونې له مخې : دغه عمليات ديمن دجمهورريس عبدالرب منصورهادي په غوښتنه چې ددغه هيواد زياته برخه ترکنترول لاندې لري ترسره شوي دي .
له امريکا څخه دمهماتو دپيرودنې غوښتنه په داسې حال  کې اعلام شوې ده چې څه موده مخکې بريتانيا په يمن دسعودي عربستان دهوايي بريدونو په باره کې دلازموتحقيقاتو غوښتنه وکړه .
دبريتانيا دبهرينوچارووزير فليپ هموند وويل : چې هيواد يې په هغه صورت کې چې وويني په دې برخه کې نړيوال قوانين ترپښولاندې شوي دي .
په سعودي عربستان دوسلو پلورنه به وځنډوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته