سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان د قضائیه قوې د قضایي ستاژ کورس فارغانو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قضایي ستاژ کورس  د دېرشمې دورې فارغانو د لوړې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، دکابینې، د قانون حاکمیت عالي شورا او سترې محکمې  یو شمېر غړو ګډون درلود، لومړی قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم  قضایي ارګانونو ته د جمهوررئیس له ځانګړې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ وویل: د خوښۍ ځای دی چې د جمهوررئیس په حضور کې د قضائیه قوې د دېرشمې دورې فارغانو د قضایي کورس د لوړې مراسم پرځای کوو.
هغه زیاته کړه، د لوړې دغه مراسم دا ښیي چې په هېواد کې د قانون د حاکمیت  او عدالت د تامین لپاره د قضا په سپېڅلې دنده د ۲۹۷ تنو ځوانو متعهدو، پاک لاسو او باانرژي قاضیانو په ګومارلو سره چې ۵۷ تنه یې ښځینه قاضیانې دي، یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کوو.
ده وویل: قضايي ستاژ کورس په ۱۳۴۷ کال کې د قضایه قوې د قضایي کار د روزنې او عدالت د تامین په خاطر جوړ شوی او تر دې مهاله  یې د ۴۱۶ ښځینه قاضیانو په ګډون  ۲۴۸۷ تنه د هېواد په مختلفو محاکمو کې د مسلکي قاضیانو په توګه  د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.
هغه زیاته کړه، د قضایي ستاژ دوه کلن کورس کې د هېواد د حقوقو او سیاسي علومو، شرعیاتو او دیني مدرسو فارغانوته په قضایي، فقهي او قانوني مسایلو کې لازمه زده کړه ورکول شوې چې له بشپړ تیاري سره به په محاکمو کې خپلې دندې پیل کړي.
سید یوسف حلیم وویل د سترې محکمې عالي شورا د قاضیانو د سالمې روزنې، کاري شفافیت او فساد پر ضد د مبارزې په خاطر ګټور، تنبیهي او تادیبي کارونه کړي . هغه زیاته کړه، د سترې محکمې رهبري چې د جمهوررئیس له هر اړخیز ملاتړ څخه برخمنه ده د هېواد د موجوده قوانینو په رڼا کې د قضایاو د حل په موخه د زورواکو د هر ډول لاسوهنې مخنیوی کوي.
په دغو مراسمو کې د سترې محکمې د تفتیش رئیس نجیب الله اکبري د ستاژرانو قضايي انسلاک په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست، وروسته جمهوررئیس  اود عدلیې وزیر د لوړې مراسم ترسره کړل.
د قضایي ستاژ کورس د دېرشمې دورې اول نومره او دویم نومره ته د جمهور رئیس له لوري د قضایي انسلاک کارتونو له ورکولو وروسته د هېواد جمهوررئیس  ګډونوالو ته د وینا پرمهال د قضایي کورس نویو فارغانو ته مبارکۍ  وویله او څرګنده یې کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړي ډګر ساتي او تاسې د عدالت ډګر ساتئ.
جمهور رئیس وویل، هېوادوال تاسې د عدالت سمبول ګڼي او له همدې امله دعادلانه پرېکړو هیله لري. هغه ټینګار وکړ، دا ډېره مهمه ده چې تاسې هغه حقوق چې د اسلام مبین دین او دافغانستان قوانینو دوی ته ورکړيدي، عملي کړئ.
جمهوررئیس د قضایي کورس  ښځینه قاضیانو ته په خطاب کې وویل، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې لا هم ښځېنه قاضیانې نشته،مګر د افغانستان د ملت او لومړۍ مېرمنې په استازیتوب ستاسې له مور او پلار څخه مننه کوم چې تاسې یې ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړئ.
جمهوررئیس وویل، د قاضي القضات او د سترې محکمې له ټولو غړو څخه د دوی د ښو کارنامو له امله مننه  او قدرداني  وکړم او دوی ته لومړۍ درجه تقدیرنامه چې وړاندې تر دې مې هیڅ یوه ارګان ته نه ده ورکړې، د سترې محکمې ټولو غړو ته منظوروم.
جمهوررئیس  وویل د یوه باثباته او بې ثباته دولت تفکیک د قانون په حاکمیت پورې تړلې دی او  د قانون حاکمیت د ثبات وسیله ده. هغه زیاته کړه، د قانون په نه موجودیت کې اقتصادي وده او پانګونه ناممکن دي. د قانون حاکمیت د حقونو او وجائبو د پلي کیدو وسیله ده.
جمهوررئیس زیاته کړه ، د قاضي پر وړاندې باید غني او فقیر، مسلمان او نامسلمان، نارینه او ښځې یو ډول وي او یو پر بل برتري ونه لري. هغه څرګنده کړه، که چېرې تاسې وزیر ته پر فقیر برتري ورکړه، نو عدالت مو تر پښو لاندې کړ، خو که فقیر مو له وزیر سره برابر وګاڼه نو عدالت مو تامین کړ.
جمهوررئیس وویل، پښتو او دري دواړه د افغانستان ملي ژبي دي او تر څنګ یې نورې هغه ژبې چې په سیمو کې اکثریت خلک ورباندې خبرې کوي رسمي ژبه ده او تاسې مجبور یاست د افغانستان هرې ژبې ته د عدالت په محضر کې درناوی وکړئ. هغه زیاته کړه،  هغه شخص چې ورسره ظلم شوی باید ژباړن ته اړتیا ونه لري، خو دا کار ددې لامل هم نشي چې په محاکمو کې عدالت تر پښو لاندې کړئ.
جمهوررئیس  وویل، یواځې د اوسني نسل حقوق ستاسې په لاس کې نه دي، بلکې د راتلونکو نورو نسلونو د حقونو تامین هم تاسې پورې اړه لري، کله چې ځمکه غصبېږي، ځنګل پرې کېږي، څړځای له کوم دلیل پرته په کرنیزه ځمکه بدلېږي،یا هم اوبه ناسم مدیریت کېږي، نو دا کار د راتلونکو نسلونو  په حق کې ظلم دی.
جمهوررئیس زیاته کړه، د حق او باطل منځ کې توپیر ستاسو مسوولیت دی، که باطل په پیسو، زور او یا بلې وسیلې په حق بدل شو نو عدالت ترپښو لاندې شو. هغه په ټينګار وویل، زه له تاسې غوښتنه کوم چې تور، تور او سپین سپین وي، غاصب او زورواک مه پریږدئ چې تاسې تر فشار لاندې راولي.
جمهوررئیس زیاته کړه، ستاسې سوله او ثبات ستاسو پرېکړو پورې اړه لري. کله چې فرد ځان خوندي حس کړي او په قانون باور ولري، نو ډله ‎ییزه شخړې نه رامنځته کېږي او په هېواد کې د سولې او ثبات ټینګښت د عدلي او قضایي ارګانونو په کړنو پورې مستقیم تړاو لري.
د غونډې په پای کې جمهوررئیس  دسترې محکمې د اقدماتو قدرداني وکړه او وې ویل، موږ د قانون حاکمیت غواړو او هغه کسان چې له قانون سره عقده لري هغوی د قانون حاکمیت ته کار نه کوي.ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته