کابل/ د کب٢٠ مه/ باختر
په غزني کې نن د زعفرانو د پروسس لومړنى مرکز په عصري وسايلو سره جوړ شو.
د باختر آژانس د سيمه ييزې خبريالې خديجې اشرفي د خبر له مخې؛ د غزني د کرني رياست مسوولين وايي چې دغه مرکز د عصري وسايلو لکه اتوماتې دستګاوې، د وچول ماشين، د اضافي شيانو د لرې کولو او ډله بندۍ دستګاوو په لرلو سره، په ٢٤ ساعتوکې له دوو څخه تر څلورو کيلوګرامه پورې د زعفرانو د پروسس ظرفيت لري.
د غزني د والي وياند محمد امين مبلغ د زعفرانو په معياري انډي کولو کې د دغه مرکز جوړول ارزښتناک وبلل.
ختم- سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ