سیاست

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین، د اوبو د مدیریت لپاره پر هڅو ټيګار وکړ

کابل / د ليندۍ ١٨مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنير مجیب الرحمن عمر هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سیندیزې حوزې له عمومي ‏ريیس قاري عبدالهادي او د هلمند د فرعي سیندیزې حوزې له ريیس مولوي قایم سره په کتنه کې، د اوبو د مدیریت لپاره پر زياتو هڅو ټيګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین د هلمند سیندیزې حوزې د عمومي ریاست د فعالیتونو د راپور تر اورېدو وروسته، د ستونزو د حل او راتلونکي کال لپاره ‏د پلان چمتو کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
هغه همدارنګه د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره د سیندیزې حوزې له مسوولینو څخه وغوښتل چې په سیندیزه حوزه کې د اوبو د مدیریت لپاره دې خپلې ټولې هڅې وکاروي.
‏په همدې حال کې د یادې حوزې مسوولینو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژۍ وزارت له معین سره شریک کړل او په ښه ډول سره د خپلو دندو او مسولیتونو د تر سره کولو په اړه یې ډاډ ورکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته