کابلباخترداسد٨
دلوګر ولايت په مرکزپورې اړوند پادخواب شانه سيمه کې دعثمانيه دارالحفاظ د ودانۍ د جوړولو کارنن پيل شو.
د لوګر ولايت دپوهنې رياست ويندوى شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل: دغه ودانۍ دپوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه شپږو مليونو افغانيو په لګښت دسيمې د خلکو له خوا د ورکړاى شوې يو جريېه ځمکې په ساحه کې په يوه پوړکې په پاخه اواساسي ډول جوړيږي چې اته درسي اوڅلوراداري خونې اونور ضروري ملحقات به ولري.
دده دڅرګندونو له مخې: ددغې ودانۍ د جوړولو دکار په بشپړيدو سره به دڅه دپاسه درې سوه تنو نجونو اوهلکانو ستونزې چى همدا اوس په کرايي کورونوکې زده کړه کوي؛ لرې شي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ