امنیت

دماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
دغور په ولايت کې په سړک کې دښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي  شهيدان شول .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې مدير سمونوال عبدالهادي چهل غوري  دباختراژانس  خبريال ته خبر ورکړ چې دغه پيښه دغور ولايت په چهار سدې ولسوالۍ کې  هغه وخت وشوه چې يو فلانکوچ موټر له چار سدې ولسوالۍ څخه  دفيروز ښار  په لور روان  و چې دغليمني  په سيمه کې په سړک کې  په  ښخ کړى شوى ماين وخوت او درې تنه سپرلۍ يې ووژل شوې
خبرځاى ددې ټکۍ په څرګندولو سره چې ددغې پيښې قربانيان نارينه دي داکار يې دطالبانو وباله .
په همدې حال کې دغور دولايتي روغتون رييس ډاکتر جمعه ګل  يعقوبي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې پيښې د هغو دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى چې روغتون ته ليږدول شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته