امنیت

د داعش د بم ايښودلو مسوول په ننګرهار کې ووژل شو

کابل /دکب ٢٦مه /باختر
د ملي امنيت منسوبينوپه ننګرهارکې د داعش د بم ايښودلو د مسوول د وژلو خبرورکړ.
په دغه ډآر اچوونکي تېره شپه د مولوي يونس خالص د فاميليو په ساحه کې دهغه په پټنځي بريد وشو اوله مقاومت وروسته ووژل شو.
د ننګرهار د ملي امنيت يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د داعش د بم ايښودلو مسوول د يولړ نويو بريدونو په طرحه کولوبوخت و چې پرې بريد وشو.
په هغه د لسګونو بم ايښودلو په تېره بيا په چپرهار ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پرپوستې د وروستۍ چاودنې تور لګول شوى دى چې پکې دوه تنه پوځيان ووژل شول او ٤ نور پوځيان ټپيان شول.
د داعش ډلې تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي . ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته