امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په غورکې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو سرګروپانو په ګډون ٨ تنه وسله وال طالبان د غور ولايت په دولينه ولسوالۍ کې ووژل شول او ٧ تنه نور طالبان ټپيان شول.
د غور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال مصطفى محسني د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې وسله والو طالبانو تېره شپه د دوه لينه ولسوالۍ په شاجوى سيمه کې د پوليسو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د دواړو لورو ترمنځ دنښتو سبب شول.
د محسني د څرګندونو له مخې: د نښتې په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو سرګروپانو په ګډون ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
د امنيه قوماندان د څرګندونو له مخې: په دې نښته کې درې تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي .
محسني وويل: يرغلګرو د امنيتي پوستو د نيولو نيت درلود؛ خو بريالي نه شول او د يوې اندازې جنګي وسايلو په پريښودو سره له ساځې څخه ووتل.
د يادونې وړ ده چې درې اوونۍ مخکې څلورتنه وسله وال طالبان او د وګړنۍ پاڅون څلورتنه ځواکونه د غور ولايت د چارسدې ولسوالۍ، په مربوطاتوکې د نښتې په بهيرکې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته