کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٩ :
دقندهار اوبغلان د ولايتونو د فوټبال دټيمونو ترمنځ لوبه دپلخمري ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.
دبغلان ولايت دورزشي آمريت مرستيال محمدعثمان شيرزى دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې لوبه کې دقندهار ولايت دفوټبال ټيم دبغلان ولايت دآرمان دفوټبال پرټيم دصفر په وړاندې په څلورو سره بريالى شو .
ټاکل شوې ده دقندهار دفوټبال ټيم دکندز ، تخار اوبدخشان ولايتونو ته هم سفر وکړي اوددغو ولايتونو له لوبغاړو سره لوبې وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ