امنیت

په ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په هوايي بريد کې ووژل شول

کابل / د غويي٣مه / باختر
په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان په هوايي برید کې ووژل شول.
په ملااحمد تېره شپه په حصارک ولسوالۍ کې برید وشو.
د رارسېدولو خبرونوله مخې، دغه وسله وال طالبان په يو لړ ډاراچوونکو فعالیتونو بوخت وو چې هوايي برید پرې وشو.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼي باخترآژانس ته وویل؛ په دې هوايي برید کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان ملا احمد په ګډون۳۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، درې ډاراچوونکي په ننګرهار کې ونیول شول.
نيول شوي کسان د وسله والو طالبانو او داعش ډلې غړي بلل شوي دي.
پولیس وايي دغه کسان په خوږیاڼيو ولسوالۍ کې د یولړ ډاراچوونکو بريدونو پر پلان جوړولو بوخت وو، چې پرې هوايي برید وشو.
ديوبل خبرله مخې؛ پوځيانو په ننګرهار کې د ۱۳ شخ کړاش شويو ماینونو په کشف او شنډولو سره د یو لړچاودنو مخه ونیوله.
ددغو ماینو دښخوولو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
پای\ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته