امنیت

د داعشيانو د سر دروند زيان

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
د ننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونو د هوايي بريدونو د نويو څپو ډګر و.
دغه بريدونه د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
لومړى بريد تېره شپه په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په دغو هوايي بريدونوکې اتلس تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: په دغو بريدونوکې د داعشيانو څو پټنځي او د وسلو څو ډيپوګاڼې ويجاړې شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: يوولس تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د هوايي له امله ووژل شول.
په دغو داعشيانوکله چې په روداتو ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې ديو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ بريد وشو .
د ننګرهار د والي وياند وايي: په دې هوايي بريدکې يوولس تنه داعشيان ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې نهه تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ هوايي بريد وشو.
ويل کيږي په دغو پيښوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته