امنیت

په ننګرهار کې ٢٠ تنه داعشيان ووژل شول .

-کابل باختر دوري اتمه
دداعشيانو دډلې  ٢٠ تنه غړي  دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  ٢٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل : په دغو داعشيانوتيره شپه  دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي او ځمکني  بريدونه وشول .
ده زياته کړه  په دغو داعشيانو  دروداتو ، ، هسکې مينې بټي کوټ او ددربابا په ولسواليو  کې بريدونه وشول .  .
درارسيدلو خبرونوله مخې ،  په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې له وسلو او مهماتو سره يې  دداعشيانو مرکزونه او پټنځي هم ويجاړ شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي امنيتي مامورانو نن سهار ديولړ چاودنو لپاره  دطالبانو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو  څخه  څلور ماينونه  کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
ديوبل خبرله مخې، په ننګرهار ولايت کې پوځيان  د  وسلو اومهماتو  ديوه ډيپوپه کشفولو بريالي شول .
له دغه ډيپو څخه چې په کوټ ولسوالۍ کې  کشف شوه  يوشمير سپکې او درندې وسلې  ترلاسه شوي دي .
سيمه ئيز مقامات وايي چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته