سیاست

حامد کرزي او ملګرې هيت يې اسلام آباد ته ورسيدل.

کابل – باختر دوږې دمياشتې ٤
دافغانستان داسلامي جمهور ريت جمهور رييس حامد کرزي او ملګرې هيت يې اسلام آبادته ورسيدل.
له اسلام آباد څخه دباختر آژانس د رييس خليل مينوي دخبر له مخې  :
داسلام آباد په نړيوال هوايي ډګر کې جمهور رييس او ملګرې هيت ته  يې دپاکستان ځينو مقاماتو او په اسلام آباد کې دافغانستان سفير او دسفارت غړو هرکلى  ووايه .
ټاکل شوې ده دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په اسلام آباد کې داستوګنې په بهير کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف او ددغه هيواد ځينو مقاماتو سره له  مخالفينو سره دخبرو دبهير،  له ډار اچوونې سره په  مبارزه  کې دپاکستان دمشخصو او رغنده  ژمنو، په  سيمه ،افغانستان او پاکستان کې د سولې او ثبات په  باره کې هر اړخيزې خبرې وکړي .
داشلم ځل دى  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي پاکستان ته سفر کوي او تراوسه پورې دغو سفرونو  داسې په  زړه پورې نتيجه چې افغانستان يې هيله لري نه  ده  ورکړې ، وليدل شي چې دغه سفر په څه پايلې ولري.
په دې سفر کې له حامد کرزي سره د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا ، دبهرنيو چارو او د ماليې وزيران ، دامنيتي مسووليتونو د ليږدونې دکميسون رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي ، دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين  رباني دجمهوري رياست د دفتر رييس عبدالکريم  خرم  ،  د جمهوري  رياست   ددفتر درياست مرستياله ميرمن حميرا لودين او د جمهور رييس ويندوى  ايمل فيضي ملګرتيا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته