اقتصاد

ديرش مليونه ډالره ليلاميږي

کابلباختردلړم ٦ مه:
ديرش مليونه ډالره ليلاميږي
د افغانستان بانک د روان کال دلړم د مياشتې په ٧ نيټه د سه شنبې د ورځې په داوطلبى کې ديرش مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطوبرابرله ټولوصرافانواوتجارتي بانکونوڅخه چې پخوايې يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازاردعملياتوپه لوى مديريت کې تحويل کړې دي، غوښتنه کوي چې په دغې داوطلبى کې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه په دوو ورځوکې تصفيه کړي .
دغه رازله ټولو برخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبى فورمې د سه شنبې د ورځې دسهار په نهو بجو د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه او ترنهه نيمو بجو پورې دې بيرته اړوندو موظفينو ته وسپاري او هغوصرافانو چې تراوسه پورې يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍ په ډالري ليلامونوکې دګډون په مقصد د تضمين په ډول نه دې تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبى څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
دمعاملوقسمي تصفيه مجاز نه ده او دليلام ګټوونکي دې دخپل ذمت پيسې يوځل په  نغده اويا د حوالې په ډول په ټاکلى وخت کې  په بانک کې تحويلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته