امنیت

دداعش يو سرګروپ ونيول شو .

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
دملي امنيت  دلوى رياست موظفينو دداعش يو سرګروپ  له دوو پاکستاني تروريستانو سره دننګرهار په ولايت کې ونيوه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو  دداعش دتروريستي ډلې يو سرګروپ په منصور مشهور حيات الله په ياسر مشهور دسليم اوپه ابو خالد محمدي مشهور دسکندر بشير په نومونو له دووتنو پاکستاني  همکارانو سره يې چې دتروريستي ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد د ډيورند  له  فرضي  کرښې له خواڅخه هيوادته راغلى وو دننګرهار ولايت دتورخم په مربوطاتوکې ونيوه .
نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى  چې په افغانستان کې دتروريستي عملياتو دترسره کولو امريې  د ډيورند له کرښې اخوا ترلاسه کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته