سیاست

د بريتانيا د جرم پيژندنې مجلې له خوا د ډاکتر علي وردګ د ستاينې په مقصد د جمهور رييس غني د مبارکۍ پيغام

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني له خوا د ډاکتر علي وردګ په نامه دبريتانيا دجرم پيژندنې مجلې له خوا د ده دستانې په مناسبت په دې شرحه د مبارکۍ پيغام صادرشوى دى.
جناب ډاکتر صاحب علي وردګ!
په زياتې خوشحالۍ سره مې د نړيوالو رسنيو له لارې خبر ترلاسه کړ چې تاسې د بريتانيا د جرم پيژندنې مجلې له خوا د (( په افغانستان کې د جرم او جګړې ))  ترعنوان لاندې د تاسو څيړنيز اثر د ليکل کيدو په خاطر د رادزينويکس  
(The Radzinowicz Memorial Prize ) د درناوي د جايزې په ترلاسه کولو سره وستايل شوئ.
اجازه راکړئ چې د دغه ليک له لارې د خپلو مبارکيو او د ښو هيلو مراتب  تاسو ته وړاندې کړم. په افغانستان کې د جګړې د عواملو څيړنه او د اوسنيو ستونزو او تاوتريخوالي ته د حل د لارې پيداکول زياتو زحمتونو او څيړنې ته اړتيالري چې تاسو دا کار په ښه توګه ترسره کړى دى.
زه په داسې حال کې چې د افغانستان اړوندو ادارو ته د دغه څيړنيز اثر د مطالعه کولو سپارښتنه کوم؛ تاسو ته په څيړنيزو فعاليتونو کې د زياتو برياليتوبو نه هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته