سیاست

جمهوررئیس غني د بهرنیو او ټولګټو هېوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت له وزیرسره د سولې په اړه خبرې وکړې

کابل باختر د غبرګولي ۲۷ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د بهرنیو او ټولګټو هېوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت له وزیر جرمي هنټ سره په لندن ښار کې په خپل استوګنځي کې وکتل او د افغانستان د سولې او انتخاباتو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني وویل، افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې په مخ کې لري او د دې پروسې د لازیاتې روڼتیا په خاطر یې د برتانیې شاهي هېواد د همکاریو غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه، دایمي سولې ته د رسېدو په خاطر د افغانستان حکومت پام وړ لاسته راوړنې لري.
جمهوررئیس وویل، د برتانیې په ګډون د افغانستان له ټولو دوست هېوادونو غواړو چې له طالبانو سره د مخامخو مذاکراتو په خاطر واحد پیغام او منسجم غږ ولري.
د بهرنیو او ټولګټو هېوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت وزیر جرمي هنټ جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ سولې ته د رسېدو په برخه کې د نوموړي د هڅو قدرداني وکړه او ويې ویل، هېواد یې د دایمي سولې د ټینګښت په برخه کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.#
پاى-فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته