ټولنه

له دولت سره په يوځاى شويو کسانو خوراکي توکې وويشل شول .

١٩ – کابل باختر دمرغومي اوولسمه

   په بدخشان ولايت کې د سولې له بهير سره په سلو تنو يوځاى شويو کسانو نن خوراکي توکې وويشل شول .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې په دغوکسانو چې څه موده مخکې دمولوي عبدالهادي په سرګروپي  په بدخشان ولايت کې دسولې دټينګښت له بهيرسره يوځاى شوي  و نن يوه اندازه خوراکي توکې ددغه ولايت دوالي تر نظر لاندې وويشل شول .

 په  دغو توکو کې اوړه ، غوړي ، وريجي ، مالګه او شړۍ شته چې ديو اس اي دي موسسي له خوا په هغوى وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته