نړۍ

د تاجکستان د اسلامي غورځنګ ګوند د مشر د خپلوانو نيول کيدل

دوشنبه – بى بى سي – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
د تاجکستان امنيتي مقاماتو د دغه هېواد د اسلامي غورځنګ ګوند د مشر محى الدين کبيري يو شمېر خپلوان او دوستان نيولي دي. په نيول شويوکسانوکې د کبيري ٩٥ کلن پلار طلا کبيروف هم شامل دى .
د تاجکستان د حکومت په مخالفو ځواکونو پورې اړوند رسنيو د نيول شويو کسانو ٧ کسيز فهرست خپور کړى دى او زياته کړې يې ده چې د نيول شويو کسانو دقيق شمېر لا تراوسه پورې څرګند نه دى .
د محى الدين کبيري وراره محمد کبيري له بي بي سي راډيو سره په خبروکې وويل چې د دوشنبې د ختيځ په شل کيلومترى واټن کې د وحدت ښار د پوليسو مامورينو د محى الدين کبيري د کورنۍ غړي په دوو ښارونو فيض آباد او وحدت کې نيولي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د وحدت ښار د امنيتي ځواکونو په اداره کې له نيول شويو کسانو څخه د پوښتنې د بهير تصوير اخستى شوى دى.
محمد کبيري زياته کړه چې د کبيري د کورنۍ ځينې ښځينه غړې له پوښتنې وروسته آزادې شوې دي.
محمد کبيري عقيده لري چې د ترکيې په استانبول، د اتريش په ويانا او د آلمان په بن کې د ميشتو تاجکانو مظاهرو او دغه راز ويډيويي پيغام چې په دې وروستيو وختوکې د محى الدين کبيري زوى په تاجکستان کې د نيونو د څپو پرخلاف د اعتراض په توګه په ټولنيزو شبکوکې خپور کړى دى؛ کيداى شي د کبير د کورنۍ د غړو پرخلاف د تاجکستان د مقاماتو د اقدام لاملونه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته