کابل باختر د کب ديارلسمه :
دارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم دمړينې دڅلورم تلين ددرناوي دمراسمو د پرځاى کولو دتياري دکميسيون فرهنګي کميټې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعين او ددغې کميټې درييس فاضل سانچارکي په مشرۍ غونډه وکړه .
د باختراژانس دخبرله مخې ، ددغې غونډې په پيل کې دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي خبرې وکړې او ويې ويل چې د جمهور رييس له خوا دارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم دمړينې دڅلورم تلين دمراسمو دپرځاى کولو په خاطر دولتي کميسيون موظف شوى دى .
ددغه کميسيون کميټې هره يوه په بيلابيلو برخو کې کار کوي او فرهنګي کميټه دنده لري چې دمارشال محمد قسيم فهيم له بنسټ سره په همکارى کې د خبري او داطلاع رسونې دپوښښ دڅرنګوالي په برخه کې له رسنيو سره کار وکړي .
په غونډه کې له رسنيو څخه وغوښتل شو چې په خپلو خپرونو کې دې دغه موضوع په پام کې ونيسي او د جوماتونو ملا امامان او خطيبان دې دجمعې دلمانځه په خطبو کې ددغې موضوع په باب خبرې وکړي .
دغوڼدې په پاى کې دکميټې غړو په ښه توګه ددغو مراسمو دپرځاى کولو په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه څرګند کړل .
دارواښاد مارشال محمد قسيم دمړينې دڅلورم تلين ددرناوي مراسم سږ کال ديو بل مننې تر شعار لاندې پرځاى کيږي .
ختم- ف _اکرم