سیاست

د مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې په مناسبت ناټو د ملکي استازې دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام:

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې په مناسبت ناټو د ملکي استازې دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام:
د ناټو ملکي استازي  موريش ارجوچيمز دافغانستان د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم  دمړينې له امله دخپلې ژورې  خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي  او ويلي يې دي چې مارشال محمدقسيم فهيم
په نه ستړې کيدونکي توګه  ديوښه او يو موټي افغانستان لپاره کار وکړ  او ويلي يې دى چې مارشال فهيم يو بل حکومت ته  د واک دسوله ييزې  ليږدونې د نظم او ډاډپه رعايتولو سره د راتلونکو انتخاباتو پياوړى ملاتړى  و .
په همدې ترتيب ناټو دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب جمهور رييس حامد کرزي او دافغانستان حکومت ته  څرګندوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته