امنیت

دولس تنه طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر/ دکب د مياشتې ٥مه
په روزګان ولايت کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان د هوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو د تېرو٢٤ ساعتو په بهيرکې د ترينکوټ ښار دکوټوال په سيمه کې بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغو بريدونو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو درې مرکزونه هم له منځه تللي دي .
ويل کېږي پر دغو وسله والو طالبانو کله چې د يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ د پوحيانو له خوا بريدونه وشول.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په روزګان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار د روزګان ولايت  له ګڼ  ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه        کشف او شنډ کړل.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته