امنیت

يو ماشوم د ماين د چاودنې له امله شهيد شو

کابل باختر د تلي  نهمه :
د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله يوماشوم شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه ماين چې پرون مازيګر د ادرسکن ولسوالۍ دمرکز په ۳۵ کيلومترى واټن کې وچاوديد، د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوی و .
دغه ماشومان په خپلو ماشومانه لوبو بوخت وو چې چاودنه وشوه .
  د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل  چې د دغې چاودنې قربانيان دوه هلکان او دوه نجونې دي.
  تر اوسه پورې د دغه ماين د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خوسيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان د هغه د ښخولو مسوول بولي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته