خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې نا دولتي ورځپاڼو ته کتنه

کابل/ د غوايي١٤مه/ باختر

په کابل کې یو شمېر نادولتي ورځپاڼې چې خپرونې لري د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو بحثونه کړي او هم يې د سیمې او نړۍ په روانو پېښو مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

“له طالبانو سره د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ” افغانستان رسنۍ په ازاده توګه فعالیت کوي ليکلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د افغانستان د رسنیو د وضعیت په اړه د ځینو بنسټونو اندېښنې بې ځايه بللي او ویلي یې دي چې د دغه هېواد رسنۍ په ازاده توګه فعالیت او خپرونې لري.

نوموړي په یوه ټویټ کې افغان رسنیو ته د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ کوي.

د ٨صبح ورځپاڼې ” ایران د کوچني اختر د نمانځنې په خاطر یوشمېر افغان کډوال وشړل” ترسرلیک لاندې ليکلي دی.

يوشميرافغان مهاجرين په ايران کې د دوشنبې په ورځ د کوچني اختر د نمانځنې په خاطر له دغه هېواد څخه وشړل شول.

ایران د دوشنبې ورځ د روژې ۳۰مه او د سه شنبې ورځ په دغه هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلام کړه. \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته