اقتصاد

حامدکرزی: د ټاپي پروژې د عملي کیدو په لاره کې افغانستان له ترکمنستان سره په هر اړخیزه توګه همکاردی

 

کابل باختردوري دمياشتې ٢٢  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په اقتصادي غونډه کې دې ته په اشارې سره چې د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژه په اقتصادي او د سیمه ایزو همکاریو په ډګرکې افغانستان ته ستراتیژیک ارزښت لري، ټینګار وکړ چې د دغې پروژې د عملي کیدو په لاره کې دې د افغانستان له اړخه  د ترکمنستان له هېواد سره په هر اړخیزه توګه همکارۍ ترسره شي.

باختراژانس ته دجمهوري رياست د مطبوعاتي دفترد معلوماتوله مخې

په دې غونډه کې چې د پخوانیو اقتصادي غونډو په دوام، نن په ارګ کې جوړه شوه، د کانونو وزیر وحیدالله شهراني د ترکمنستان پايتخت عشق آباد ته د افغاني هيئت د کاري سفر په باب چې موخه یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګازو د بیو دټاکنې دبهيرکنترول و چې د ټاپي د ګازو د نل لیکې په اړه په خبروکې له مهمو موضوع ګانو څخه یوه شامله موضوع ده،خپل رپوټ وړاندې کړ.

شهراني وویل: د ده په مشرۍ افغاني هيئت ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د ودې لپاره په بیلابیلو برخوکې د ترکمنستان د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه چې په مقابل کې د ترکمنستان لوري د دغو همکاریو د دوام او پراختیا، په ځانګړې توګه د ګازو د مناسبې بیې په برخه کې ډاډ څرګند کړ.

ده، وویل: په دې کتنه کې افغاني هيئت د حق العبور د فیس په اړه له پاکستان او هندوستان سره په خبروکې د شوي پرمختګ په باب  د ترکمنستان لوري ته معلومات وړاندې شول او د پاکستان د کانونو او پیترولیم د وزارت د معین اعجاز چوهدري هغه مطبوعاتي مرکه چې ځینو رسنیو یې له قوله رپوټونه خپاره کړي و چې ګنې افغانستان د ټاپي له پروژې څخه وتلی دی، له حقیقت څخه لرې وبلله او د دغې پروژې پر ستراتیژیکې ارزښت باندې د ټینګار په ترڅ کې یې وویل چې افغانستان په پوره علاقه مندۍ سره ددغې پروژې ملاتړ کوي.

د کانونو وزیر د ترکمنستان له جمهوررئیس قربان قلي بیردي محمدوف سره خپله کتنه ګټوره وبلله او وې ویل: د ترکمنستان جمهوررئیس له افغانستان سره په بیلابیلو برخوکې  د خپل هېواد د دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ او په افغانستان باندې یې په مناسبه بیه د دیرشو کلونو لپاره په کال کې د۵۰۰ میلیون مکعب مترو ګازو په پلورلو موافقه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته