ټولنه

د اته سوه جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوه

ايبک باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
شپږ ټولګټې پروژې په سمنګانو ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ساحوي سمون د پرګرام له لارې د څه ناڅه لسو ميليونو افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
د سمنګانو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رئيس انجنير عبدالرب حکيمي باختر آژانس ته وويل: په دغو پروژوکې د ١٥٠٠ مترو په اوږدوالي د زراعتي اوبو د کانالونو، اووه مترو ترنابونو او د ٩٢ مترو په اوږدوالي د استنادي ديوالونو جوړول او بيارغاونه شامل دي چې د ايبکو ښار د آق تمثوق او د حسن  خيلو په کليوکې بشپړې شوې دي.
حکيمې زياته کړه: د دغو پروژو په تطبيق سره څه دپاسه١٣٠٠ کورنۍ ورڅخه  ګټه اخلي او د ٨٠٠ جريبه ځمکې په خړوبولوکې خلکو ته اسانتياوې رامنځته شوې دي.
پاى    ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته