امنیت

دپروان امنيتي ځواکونه وستايل شول .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دعامه نظم دپوليسو دکنډک  قوماندان دپروان ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ درييس له خوا وستايل شو .
دچاريکارو له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دعامه نظم دکنډک قوماندان سمونيار محمد هارون مبارز چې په غوربند دره کې دپرتو ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيت په تامينولو او دخلکو په خدمت بوخت دى ، دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درييس له خوا وستايل شو .
دپروان  ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل له امنيتي ځواکونوسره ملاتړ زموږ وجيبه اومکلفيت دى اوزموږ امنيتي ځواکونه شپه اوورځ  په تودو سنګرونوکې قرباني ورکوي چې خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي .
دده دڅرګندونوله مخې ،امنيتي ځواکونه په ميړانې سره ددښمن په وړاندې  مبارزه کوي اوپه سرښندنې  او ځان تيريدنې سره دهېواد دملي نواميسو او دخداى ددين دفاع کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ رييس دښاغلي  هارون مبارز دخدمتونو په درناوي دپروان ولايت دمقام په منظورۍ  يوستاين ليک ده ته ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته