امنیت

درې تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٨ مه
په قندهار ولايت کې درې تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره باختر آژانس ته ويلي دي:
په تیرو۲۴ساعتونوکی د ۲۰۵ اتل قول اردو جزوتامونو او نورو ملي او امنیتې ځواکونو د (اتل) په نامه د ګډو جګړه يیزو او چاڼیزوعملیاتو په ترڅ کې چې د کندهار ولایت په شاولیکوت ولسوالی کی ترســره شول، درې تنه جګړه ماران وژل شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې يو سراچه موټر او درې موټرسایکلونه ويجاړ شوي او ديارلس ډول ډول ماینونه چی د ترهګرو له خوا د لویو لارو په اوږدوکې زموږ د بی دفاع او بېګناه هېوادوالو د وژلو په موخه ځاى پرځای شوي وو، کشف او شنډ کړى شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته