سیاست

دملګروملتو دسازمان داستازي مرستيال د دوو نوماندانو ترمنځ داختلافونو دحل کولو لپاره له نوماندانو سره همکاري کوي .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دځانګړي استازي مرستيال نن په يوه خبري غونډه کې دافغانستان دجمهوري رياست دوو نوماندانو ترمنځ  درامنځته شويو اختلافونو دحل کولو لپاره دلارې دموندلو په خاطر همکاري کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دملګرو ملتو دسازمان دځانګړي استازي مرستيال په دې خبري غونډه کې وويل، دملګروملتوسازمان چمتو دى چې اوسنيو ستونزو دحل کولو لاره له نوماندانو سره په تفاهم کې  پيداکړي.
ده زياته کړه چې دانتخاباتو کميسيون به هم په يقيني توګه خپل کار له ټاکلو زماني جدولونو سره سم په شفافيت سره ترسره کړي چې داړوندو لورو دقناعت وړ وګرځي .
ده دغه راز ټينګار وکړ چې دجمهوري رياست نوماندان  بايد حساسيت پيداکوونکو مسئلو ته لمن ونه وهي او له يوبل   سره تفاهم وکړي .
  ده دغه راز څرګنده کړه زموږ هيله داده چې دانتخاباتو په بهير باندې زياته څارنه  او پاملرنه وشي چې دنوماندانو او خلکو قناعت برابرشي .
ده زياته کړه چې ډاکتر اشرف غني احمدزي ددرملنې لپاره بهر ته تللى دى او له راستنيدو وروسته به دعلاقې وړ مسئلې  ورسره طرحه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته