ورزش

دشاهين اسمايي ټيم دبنګله ديش په سياليو کې ګډون کوي .

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
دشاهين اسمايي  ټيم نن په بنګله ديش  کې دشيخ کمال جام په سياليو کې دګډون په مقصد دغه هېواد ته لاړ.
دغه سيالۍدراتلونکي شنبې په ورځ  په بنګله ديش کې پيليږي .
دفوټبال  فدراسيون دخپرونو غړى شمس اميني دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوسياليو کې دشپږو هېوادونو د اوو کلپونو ټيمونه ګډون کوي  او دافغانستان روشن دغوره ليګ اتل دشاهين اسمايي ټيم په بې ګروپ کې دبنګله ديش  ددووکلپونو او دنيپال دکلپ  يو ټيم سره لوبې کوي .
داميني دڅرګندونوله مخې دشيخ کمال دجام سيالۍ هرکال دبنګله ديش په کوربه توب  ترسره کيږي  چې په ٢٠١٥ ميلادي کال کې دسپين غر بازانو ټيم پکې ګډون کړي و او دريم مقام يې وګاټه .
ديادونې وړ ده چې  سږ کال دسياليو په جام کې دافغانستان ، بنګله ديش ، نيپال ، مالديف ، جنوبي کوريا او قرغزستان دکلپونو ټيمونه ګډون لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته