فرهنګ

په افغانستان کې دبشردحقوقودفلم نړيواله جشنواره جوړيږي

کابلباختردميزان ٩
ټاکل شوې ده په افغانستان کې دبشردحقوقو دفلم دويمه نړيواله جشنواره په نږدې راتلونکي کې په کابل او باميانو کې جوړه شي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې : دافغان فلم رئيس محمدابراهيم عارفي نن په کابل کې  په يوه خبري غونډه کې وويل ،  دافغانستان دبشردحقوقودفلم جشنواره يوه نړيواله جشنواره  ده چې په افغانستان کې دبشري حقوقوسينما ته ځانګړې شوې ده .
عارفي څرګنده کړه  ددغې جشنوارې دجوړولومقدماتي پړاونه  له ١٣٨٨  لمريز کال څخه را په دې خوا دوام لري اودجشنوارې لومړۍ  دوره په ١٣٩٠ کال کې دکابل او  مزارشريف په  ښارونو کې جوړه شوي وه .
دافغان فلم رييس زياته کړه : دافغانستان د بشردحقوقو دفلم جشنواره دافغانستان دسينمايي باشګاه له خوادڅوکورنيو اوبهرنيو مرکزونو په ملاتړ چې هر يو يې په يو ډول نه يو ډول په افغانستان کې دبشر دحقوقودتحقق په لاره کې فعاليت کوي جوړيږي
دغه راز د افغانستان دسينمايي مرکز غړې صحرا موسوي وويل  :   زموږ هدف دا دى  چې دغه جشنواره دسيمې او په تيره بيا دافغانستان د ګاونډيو هيوادونو فلم جوړونکو اوهنرمندانوته يو ځاى وي چې په خپلو هيوادونو کې له سانسوراو دبيان د ازادۍ دنشتوالي له ا مله ځوريږي او په خپلو هيوادونو کې د دوي د آثارو ښودل امکان نه لري .
ميرمن موسوي وويل :   دافغانستان د بشردحقوقودفلم دويمه نړيواله جشنواره دتلې دمياشتې له ديارلسمې نيتې څخه تراتلسمې نيټې پورې  په کابل او باميانو کې جوړيږي  .
په ديې  جشنواره کې له افغانستان او له ټولې نړۍ  څخه  دمستندو ،داستاني ،انيميشن ، لنډواو په لوړو ژانرونو سره دبشردحقوقو په موضوعګانو پورې اړوند درې سوه اتيا فلمونه ترلاسه شوي دي چې پنځه شپيتو فلمونو جشنوارې  ته لاره موندلې ده
دې زياته کړه :  دغه فلمونه په ملي نړيوالواو روزنيزو دريو برخو کې ګټګوري شوي دي او تر داوري لاندې  نيول کيږي او اتو غوره فلمونو ته به جايزې ورکړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته