امنیت

په هرات کې د انتخاباتو د کميسيون د يو کارکوونکى او د يو پوليس شهادت

کابل باختر د غبرګولي اتمه :
د راى ورکولو د نوم ليکنې دمرکز يو کارکوونکى او يو پوځي دهرات ولايت  د چشت شريف په ولسوالۍ کې  د ډار اچوونکو په بريد کې شهيدان شول .
  دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باخترآژانس ته وويل: دغه کسان  تېره شپه  دوسله والو طالبانو له خوا د دوى له کورونو څخه ايستل شوي او په ډزو سره شهيدان شوي دي .
پوليسو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره جدي او پراخ تحقيقات پيل کړي دي .
ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته