ورزش

د پامير ټيم د مشعل له ټيم سره لوبه کوي

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٧  :
په کابل ښارکې د فوټبال د الف د ګروپونو د سياليو په دوام نن د پامير او مشعل ټيمونه لوبه کوي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصيرقيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او پرون مازيګر د شيوا ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره د ميهن ټيم ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته