ټولنه

په تيرو پنځه ورځوکې په هرات کې په ترافيکي پيښوکې ١٥٥ تنه ټپيان شوي دي

کابل باختر د ثور  ٣١:
په تيرو پنځه ورځوکې  ١٥٥ تنه په هرات ښارکې د ترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي دي .
د هرات د حوزوي روغتون يو مسوول محمد رفيق شيرزى وايي: په تيرو  پنځو ورځو کې دترافيکي پيښو له امله ١٥٥ تنه ټپيان او روغتون ته ليږدول شوي دي.
  ده د ترافيکي پيښو د ټپيانو د روغتيايي حالت د بيانولو په ترڅ کې د ترافيکي پيښو د شمېر د زياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه .
شيرزي زياته کړه: د تيرو  پنځو ورځو په بهيرکې د چاودنو، ډزو، د چړو د ګزارونو او د وهلو او ډبولو په پيښوکې ٩٠ تنه ټپيان او حوزوي روغتون ته ليږدول شوي او تر درملنې لاندې دي .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته